حج او عمره

که په مړي حج فرض شوی وي، خپله یې ادا نه کړي، نو ایا پر زامنو یې قضایي ضروري ده؟

د فتوې شمېره(۵۰۱)

پوښتنه:

محترمه! زما پر پلار باندې حج فرض سوی دی او حج یی ندی کړی. بیا ما ډېرکوشش ورسره وکړ، خو د ده د ضعف له خاطره یې کارنه شو سم. نوزه ولاړم خپل فرضي حج مې اداکړ.

وروسته مې پلار عمرې ته بوت، نو پلار مې هلته په حرم شریف کې راته وویل: چې زما پر ځای به ته حج کوې، که زه مړوم که ژوندی، ما ورسره خوښه وکړه اوس مې پلار وفات شوی دی هیڅ شی یی هم ندي راپاتې.

نو اوس داحج پر ما لازمي دی که یا؟ او دوه کاله کیږي چې نوم مې ثبت کړی ۵۰۰ ډالر مې تحویل کړیدي که چیرې زه مړشم یابل عذر پېښ شي حج و نکړم، ایا ز ما د پلار غاړي خلاصیږي که یا؟ والسلام.

پوښتونکی: خان ګل افریدی


الجواب وبالله التوفیق:

که په مړي باندې حج فرض وي، حج یې نه وي کړی، خو وصیت یې کړی وي چې زما لخوا دې حج ادا شي، نو که د مړي میراث( هغه که نغدې وي او که زمکه) دومره وي چې د دریمې برخې څخه یې حج ادا کیدلی شي، نو په دې صورت کې په وارثانو باندې د مړي لخوا حج ادا کول ضروري دی.

او که وصیت یې نه وي کړی، یا یې وصیت کړی وي، خو دومره مال ترې نه وي پاتې چې، له دریمې برخې څخه حج ادا شي، نو په دې صورت کې پر وارثانو د ده لخوا حج ادا کول لازمي نه دي.

البته که بالغ وارثان پخپلو پیسو باندې د مړي لخوا حج ادا کړي، نو امید دی چې، د مړي به غاړه خلاصه شي او الله ج به ورته د حج نه کولو ګناه وبخښي.

چاته یې چې وصیت کړی، هغه هم حج ورته کولی او د ده پرځای یې بل څوک هم کولی شي.


الدلیل علی ذلک:

قال الله تعالی:(وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا) [سورة آل عمران: 97]

و في الشامي:(قوله خرج المكلف إلخ) أما إذا لم يخرج وأوصى بأن يحج عنه وأطلق: أي لم يعين مالا ولا مكانا فإنه يحج عنه من ثلث ماله من بلده إن بلغ الثلث لأن الواجب عليه الحج من بلده الذي يسكنه وإلا فمن حيث يبلغ،

ردالمحتار: ټوک:۲، مخ:۶۰۳، مطلب فی الفرق بین العبادة والقربة.

ايضا في الشامي: ونظيره ما قالوه فيما إذا أوصى بحجة الفرض فتبرع الوارث بالحج لا يجوز، وإن لم يوص فتبرع الوارث إما بالحج بنفسه أو بالإحجاج عنه رجلا يجزيه.

ردالمحتار:ټوک:۲، مخ:۷۲، باب قضاء الفوائت

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close