تجارت

دیو ښار نه بل ښار ته دپیسو حواله کول

پوښتنه :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زما سوال دا دی چې څوک له کابل څخه پاکستان ته روپۍ راليږي نو دلته ترې پیسې کټ کوي مثلا په يو لک کې ترې ۱۰۰۰ روپۍ اخلي دا خو به سود نه وي ؟ د ځواب په انتظار

(عبد الصمد له پاکستان څخه)

ځواب:

په یاد شوې طریقې سره مثلا افغانۍ یا کلدارې یا دبل کوم هیواد روپۍ دیو هیواد نه بل هیواد ته لیګل جائزدي خو په دې شرط چې مزدوري یې معلومه وي مثلا په یو لک 100000 روپیو کې زر1000 روپۍ اخلي.

ځکه چې دغه پیسې د لیږونکی له طرف نه صراف ته قرض وي او هغه صراف په بل کس باندې په بل هیواد کې حواله ورکوي او محتال علیه (په چاچې حواله ورکړی شي  ، وکیل او کفیل(ذمه اخستونکی) ته په شریعت کې دمزدورۍ اخیستلو جواز شته.

ويتم التعبير عن هذا القرض بتسليم المقرض وَصْلاً (وثيقة) يثبت حقه في بدل القرض، ويكون المقترض وهو الصراف أو البنك ضامناً لبدل القرض، ولكنه يأخذ أجراً أو عمولة على تسليم المبلغ في بلد آخر مقابل مصاريف الشيك أوأجرة البريد أو البرقية أو التلكس فقط، لتكليف وكيل الصراف بالوفاء أو السداد.

وهذان العقدان: الصرف والتحويل القائم على القرض هما الطريقان لتصحيح هذا التعامل، فيما يبدو لي، والله أعلم. (الفقه الاسلامي وادلته ټوک ۹ مخ ۳۳۱-۳۳۲په حواله دفقه البیوع علی المذاهب الاربعة ټوک ۲ مخ ۷۶۰)

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close