نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که څوک ۳ طلاقه یوځای ښځې ته ورکړي، څو طلاقه واقع کیږي؟

د فتوې شمېره:(۵۰۲)

پوښتنه:

یوه پوښتنه کوم: چې په یو ځای 3طلاقه خاوند خپلې ښځې ته ورکړي دایو طلاق واقع کیږي که دوه طلاقه؟

پوښتونکی: شفیع الله


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک خپلې ښځې ته درې طلاقه ورکړي، که څه هم درې واړه یې یو ځای ورکړي وي او یا یې بېل بېل ورکړي، درې طلاق واقع کیږي.

د حلالې پرته ورسره یوځای کیدل او یا ورسره بیا نکاح کول جایز نه دي. البته د حلالې وروسته ورسره نکاح کولی شي.


الدلیل علی ذلک:

وإذا قال لامرأته أنت طالق وطالق ولم يعلقه بالشرط إن كانت مدخولة طلقت ثلاثا وإن كانت غير مدخولة طلقت واحدة وكذا إذا قال أنت طالق فطالق فطالق أو ثم طالق ثم طالق أو طالق طالق كذا في السراج الوهاج

الفتاوی العالمګیریة: ټوک:۱، 355, الفصل الاول

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close