زکات،سرسايه اوعشر

په عشر کې د نقل یا نور مصارف حسابیږي او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۰۳)

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله!

استفتاء د باغ په مېوه جاتو کې چې عشرورکول کیږي په قیمت سره نو د حمل او نقل وغیره مصارف پکې حسابیږي اوکه نه؟؟

جزاکم الله! جواب حوالې سره راکړئ!

پوښتونکی: مسلم


الجواب وبالله التوفیق:

عشر په ټول ما حصل کې واجب دی.

له دې څخه به د مزدور، تراکتور، اوبو، څوکیدار، د حمل او نقل او داسې نور مصارف نه ایستلی کیږي.

یعنې د زمکې څخه چې غله، فصل یا مېوه واخیستلی شي، نو د مصارفو ویستلو څخه مخکې به عشر ورکولی کیږي.


الدلیل علی ذلک:

(قوله: بلا رفع مؤن) أي يجب العشر في الأول ونصفه في الثاني بلا رفع أجرة العمال ونفقة البقر وكري الأنهار وأجرة الحافظ ونحو ذلك درر قال في الفتح يعني لا يقال بعدم وجوب العشر في قدر الخارج الذي بمقابلة المؤنة بل يجب العشر في الكل؛ لأنه – عليه الصلاة والسلام – حكم بتفاوت الواجب لتفاوت المؤنة ولو رفعت المؤنة كان الواجب واحدا وهو العشر دائما في الباقي؛

ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، ۳۲۸ ، کتاب الزکاة باب العشر

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close