طهارت او لمونځ

که امام فاسد کړی لمونځ راګرځوي او یو مقتدي ورپسې د وخت د لمانځه نیت وکړي!

د فتوې شمېره(۵۰۴)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

پوښتنه دا ده چې، امام څخه لمونځ باطل شو کله چې یې اعاده کوله، په دغه وخت کې بل نفر راغی چې له امام سره په هغه باطل لمانځه کې شريک نه و اوس د دغه سړي اقتدا له دغه امام سره چې د باطل شوي لمانځه اعاده کوي سهي ده؟

پوښتونکی: حسان وردګ


الجواب وبالله التوفیق:

که وروسته ګډون کونکي مقتدي ته معلومات وي چې، امام فاسد کړی لمونځ بېرته راګرځوي، نو ده ته په داسې امام پسې اقتدا کول جایز نه دي او که اقتدا  یې ورپسې وکړه لمونځ یې نه سهي کیږي.

او که په ناخبرۍ کې ورسره شریک شي، بیا یې لمونځ سهي کیږي.


الدلیل علی ذلک:

والمختار أن المعادة لترك واجب نفل جابر والفرض سقط بالأولى لأن الفرض لا يتكرر كما في الدر وغيره.

حاشية الطحطاوي:1/۲۴۸، فصل بيان واجب الصلاة

یلزمه ان یعید ویکون الفرض هو الثاني، والمختار ان الفرض هو الاول، والثاني جبر للخلل والواقع فیه بترک الواجب.

قال ابن الهمام: لا اشکال في وجوب الاعادة، اذهو الحکم فی کل صلاة ادیت مع کراهة التحریم ویکون جابرا للاول، لان الفرض لایتکرر وجعله الثاني یقتضي عدم سقوطه بالاول الخ..

(حلبي کبیر: مخ: ۲۹۴)

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close