قران او سنت

په مسېج کې د السلام علیکم په ځای یوازې سلام لیکل او ځواب یې څنګه دی؟

د فتوې شمېره(۵۰۶)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمتہ اللہ!

محترمہ زما پوشتنہ دا دہ چې: کہ څوک پہ میسج کې نیم سلام ولیکي، دا څنگہ حکم لري؟ لکہ: یو ملگری ھمېش لیکي۔ سلام څنگہ یې؟ او زہ ورتہ ووایم وعلیکم!

پوښتونکی: دلاور مجتبی


الجواب وبالله التوفیق:

د سلام سنت په السلام علیکم باندې ادا کیږي، ورحمة الله وبرکاته سره یې ثواب لا زیاتیږي.

باید په مسېج(برېښنا لیک) کې هم پوره سلام ولیکلی شي او ځواب یې هم پوره ورکړل شي.

که څوک یوازې سلام ووایي، سنت یې نه ادا کیږي، د سلام ثواب هم ورته نه رسیږي او ځواب ورکول یې هم واجب نه دي.


الدلیل علی ذلک:

(قوله ولا يزيد الراد على وبركاته) قال في التتارخانية: والأفضل للمسلم أن يقول: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته والمجيب كذلك يرد، ولا ينبغي أن يزاد على البركات شيء اهـ. ويأتي بواو العطف في وعليكم، وإن حذفها أجزأه وإن قال المبتدئ: سلام عليكم أو السلام عليكم، فللمجيب أن يقول في الصورتين سلام عليكم أو السلام عليكم ولكن الألف واللام أولى اهـ...

ثم رأيت في الظهيرية ولفظ السلام في المواضع كلها: السلام عليكم أو سلام عليكم بالتنوين، وبدون هذين كما يقول الجهال، لا يكون سلاما قال الشرنبلالي في رسالته في المصافحة: ولا يبتدئ بقوله عليك السلام، ولا بعليكم السلام لما في سنن أبي داود والترمذي وغيرهما بالأسانيد الصحيحة عن جابر بن سليم – رضي الله تعالى عنه – قال: «أتيت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقلت عليك السلام يا رسول الله قال لا تقل عليك السلام فإن عليك السلام تحية الموتى»

ردالمحتار: ټوک:۶ ، مخ:۶۱۴ـ۶۱۶، فصل في البیع

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close