نکاح ، طلاق او کورني مسائل

ملګري راته په کلما سره طلاق راکړی دی، اوس زه واده په څه ډول وکړم؟

د فتوې شمېره(۵۱۰)

پوښتنه:

یو ملګري راته وویل: که تا زما سره ملګرتیا پرېښوده؛ نو (هروخت چی تاماینه(ښځه)  وکړه پرتادې طلاقه وي اوحرامه وي) ما ورته وویل چې سمه ده. اوس ما ورسره ملګرتیا پرېښودلې ده.

اوس زه واده کولی شم او کنه؟ او پلار مې راته کوزده هم کړې ده!


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې، کله چې  ملګري تا ته په انډیوالي کولو کلما طلاق در کړ او تا ورسره ومانه؛ نو ستا کلما طلاق سهي شو.

اوس چې تا ورسره انډیوالي پرېښې ده؛ نو ستا کلما طلاق واقع شوی دی.

لهذا له دې وروسته که ته هره ښځه په نکاح کوې، پر تا طلاقه کیږي.

البته په دوو صورتو کې ستا طلاق نه واقع کیږي:

لومړی: که تا د ولي سره یو څو ورځې انډیوالۍ ته دوام ورکړی وای او په دې جریان کې دې د کومې جینۍ سره واده کړی وای؛ نو نکاح دې سهي کېده.

دویم: اوس که ستا لپاره یو داسې څوک(فضولي) یوه جیني په نکاح کړي، چې تا ورته د نکاح کولو امر نه وي کړی، نه یې درڅخه اجازه اخیستي وي او ته په عمل سره نکاح قبوله کړې، یعنې مهر ورکړې یا هغې جینۍ ته څه ډالۍ ورولېږې؛ خو په ژبه ورته ونه وایې چې زما قبوله ده؛ نو نکاح به دې سهي شي، طلاق به نه واقع کیږي.

کومه جینۍ چې پلار درته کړې ده، که تا ورته امر نه وي کړی، نه درنه پلار اجازه غوښتي وي او نه دې د کولو وروسته په خوله قبوله کړې وي؛ نو ستا د دې جینۍ سره نکاح سهي شوې ده.

او که پلار ته دې په خوله اجازه ورکړې وي چې ما ته یې وکړه! یا دې له کوژدې کولو وروسته په خوله قبوله کړې وي، بیا درباندې دغه جینۍ هم طلاقه ده.


الدلیل علی ذلک:

ان کلم فلانا فکل امرأة یتزوجها فهي طالق فهو علی التزوج بعد الکلام.

الفتاوی البزازیة علی هامش العالمګیریة:۴/۲۸۸، کتاب بالایمان، نوع اخر في المعترضة.

(فَلَوْ قَالَ) تَفْرِيعٌ لِمَا قَبْلَهُ (كُلَّمَا تَزَوَّجْت امْرَأَةً فَهِيَ طَالِقٌ تَطْلُقُ بِكُلِّ تَزَوُّجٍ، وَلَوْ) وَصْلِيَّةٌ (بَعْدَ زَوْجٍ آخَرَ) ؛ لِأَنَّ صِحَّةَ هَذَا الْيَمِينِ بِاعْتِبَارِ مَا سَيَحْدُثُ مِنْ الْمِلْكِ وَهُوَ غَيْرُ مُتَنَاهٍ.

وَعَنْ أَبِي يُوسُفَ أَنَّهُ لَوْ دَخَلَ عَلَى الْمُنْكِرِ فَهُوَ بِمَنْزِلَةِ كُلٍّ وَتَمَامُهُ فِي الْمُطَوَّلَاتِ، وَالْحِيلَةُ فِيهِ عَقْدُ الْفُضُولِيِّ أَوْ فَسْخُ الْقَاضِي الشَّافِعِيِّ، وَكَيْفِيَّةُ عَقْدِ الْفُضُولِيِّ أَنْ يُزَوِّجَهُ فُضُولِيٌّ فَأَجَازَ بِالْفِعْلِ بِأَنْ سَاقَ الْمَهْرَ وَنَحْوَهُ لَا بِالْقَوْلِ فَلَا تَطْلُقُ،

مجمع الانهر:1/۴۱۹، باب تعلیق الطلاق

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

1 thought on “ملګري راته په کلما سره طلاق راکړی دی، اوس زه واده په څه ډول وکړم؟”

  1. بالکل صحیح جواب دی — بارک الله تعالی في علمک وحیاتک

ځواب ورکول محمد ( حقاني ) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close