ذبحه،قرباني،عقيقه

د څاروي د حلالې نه وروسته د غوښې وینه پاکه ده که مرداره؟

د فتوې شمېره(۵۱۲)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله!

مفتي صاحب محترم! الله ج دې وکړي چې روغ او جوړ به یې!

که پسه، غوایی یا چرګ حلال شوی وي، له هغه وروسته یې غوښه ټوټه ـ ټوټه کوي، وینه یې په جامو ولګیږي؛ نو اوس دغه کالي(جامې) پاک دي او که مردارې؟

پوښتونکی: ولي


الجواب وبالله التوفیق:

د څاروي د حلالولو نه وروسته د غوښې وینه پاکه ده.

که په بدن یا په جامو ولګیږي، لمونځ ورسره کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وما يبقى من الدم في عروق الذكاة بعد الذبح لا يفسد الثوب وإن فحش. كذا في فتاوى قاضي خان وكذا الدم الذي يبقى في اللحم؛ لأنه ليس بمسفوح. هكذا في محيط السرخسي.

الفتاوی العالمګیریة:۱/۴۶، الفصل الثاني

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close