تجارت

یو شی په نېټه څومره ګران خرڅول جواز لري؟

پوښتنه:(۵۱۳)

پوښتنه:

سلامونه  یوه پوشتنه لرم:که یو سړی یو شی  په نغدو ١٠٠٠ ورکوي او قرض په ٢٠٠٠ داڅنګه ده؟ او حواله یې راته ولیکئ!

مطلب دا چې یو  شی په  درې چنده خرڅول یا د ١٠٠٠ روپیو شی په ٩٠٠٠ خرڅول څه حکم لري؟

پوښتونکی: انقیادي سلیمانزی


الجواب وبالله التوفیق:

يو شي په نغدو  په خپل قیمت او په قرض باندې په زیات قیمت خرڅول جایز دي، شرعا کومه ګناه نه لري.

د سودا قیمت د اخیستونکي او خرڅوونکي په رضا  پورې اړه لري؛ په هر څو چې رضا شول سهي ده.

البته یو شی په دوه یا درې چنده قیمته خرڅول ناځواني ده. همدا ډول په سودا کې دروغ، دوکه لویه ګناه ده.


الدلیل علی ذلک :

ألا يرى أنه يزاد في الثمن لأجل الأجل،

الهدایة ، ټوک : ۳ ، ۴۶ ، باب المرابحة والتولیة

وکذا في درالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۴۲ ، باب المرابحة والتولیة

المرابحة نقل ماملکہ بالعقدالاوّل بالثمن الاوّل مع زیادۃ ربح والتولیة نقل ما ملکہ بالعقدالاوّل من غیرزیادۃ ربح والبیعان جائزان

(الھدایة:ټوک:۳، مخ:۵۴،باب المرابحة والتولیة)

بِقَوْلِهِ (هُوَ مُبَادَلَةُ الْمَالِ بِالْمَالِ بِالتَّرَاضِي)

البحرالرایق:ټوک:۵، مخ:۲۷۷، کتاب البیع.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close