طهارت او لمونځ

که امام دریم رکعت ته پورته شي او مقتدي التحیات نه وي پوره کړی؛ نو څه به کوي؟

د فتوې شمېره(۵۱۴)

پوښتنه:

سلامونه او نیکی هیلې

مفتی صیب! نن زموږ د مسجد امام صیب یوه مسله بیان کړه.

ویل یې که چیرته امام په اوله قعده ناست و، تاسو نیت وتړلو چې کله تاسو هم کیناستئ! امام ولاړ شو. ویل یې چې تاسو به تشهد پوره کوئ! بیا به وروسته ولاړیږئ!

او بل امام بیا ویل: چې نه، د امام سره به ولاړیږئ! ځکه هغه واجب به په ځای کوئ چې؛ د لمانځه د نظم د اخلال مخه نیسي.نو که په دې اړه معلومات رکړئ! مهربانی به دې وي.

نقیب احمد سجاد قلات


الجواب وبالله التوفیق:

التحیات(تشهد) د لمانځه په هره ناسته کې لوستل واجب دي.

د امام متابعت هلته واجب دی چې په متابعت کولو سره یې بل واجب نه ترک(پاتې) کیږي؛ که د متابعت له امله بل واجب ترک کیږي، بیا لومړی واجب ادا کول ضروري دي.

لهذا که څوک د امام سره په لومړۍ ناسته کې شریک شي، د التحیات لوستلو څخه مخکې امام دریم رکعت ته پورته شي؛ نو دغه مقتدي به لومړی التحیات پوره کوي؛ بیا به دریم رکعت ته پورته کیږي.

او که د التحیات لوستلو پرته پورته شي، لمونځ یې سهي کیږي؛ خو مکروه تحریمي ګرځي.

همدا حکم د اخرنۍ ناستې هم دی. یعنې که امام سلام وګرځوي او مقتدي التحیات نه وي پوره کړی؛ نو لومړی به التحیات پوره کوي، بیا به پاتې لمانځه ته پورته کیږي.


الدلیل علی ذلک:

(بخلاف سلامه) أو قيامه لثالثة (قبل تمام المؤتم التشهد) فإنه لا يتابعه بل يتمه لوجوبه، ولو لم يتم جاز؛

(قوله فإنه لا يتابعه إلخ) أي ولو خاف أن تفوته الركعة الثالثة مع الإمام كما صرح به في الظهيرية، وشمل بإطلاقه ما لو اقتدى به في أثناء التشهد الأول أو الأخير، فحين قعد قام إمامه أو سلم، ومقتضاه أنه يتم التشهد ثم يقوم ولم أره صريحا، ثم رأيته في الذخيرة ناقلا عن أبي الليث: المختار عندي أنه يتم التشهد وإن لم يفعل أجزأه اهـ ولله الحمد (قوله لوجوبه) أي لوجوب التشهد كما في الخانية وغيرها، ومقتضاه سقوط وجوب المتابعة كما سنذكره وإلا لم ينتج المطلوب فافهم (قوله ولو لم يتم جاز) أي صح مع كراهة التحريم كما أفاده ح، ونازعه ط والرحمتي، وهو مفاد ما في شرح المنية حيث قال: والحاصل أن متابعة الإمام في الفرائض والواجبات من غير تأخير واجبة فإن عارضها واجب لا ينبغي أن يفوته بل يأتي به ثم يتابعه لأن الإتيان به لا يفوت المتابعة بالكلية وإنما يؤخرها، والمتابعة مع قطعه تفوته بالكلية، فكان تأخير أحد الواجبين مع الإتيان بهما أولى من ترك أحدهما بالكلية، بخلاف ما إذا عارضتها سنة لأن ترك السنة أولى من تأخير الواجب. اهـ.

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:۱، مخ:۴۹۶، کتاب الصلاة، باب صفة الصلاة

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close