متفرق مسا‌‌ئل

د حرام خور سړي دعوت قبلول، یا ترې قرض اخیستل څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۱۵)

پوښتنه:

محترمہ زما پوشتنہ دا دہ چې که یو چا د امریکایانو سرہ مرستہ کړې وي، د جنګ پہ مهال. نو دې سړي تنخوا اخیستی وي، کہ چیرې دا سړی یوچا تہ ډوډۍ وکړي؛ ایا دا ډوډۍ خوراک څنګه دہ؟

او لہ داسې سړي څخه پور(قرض) اخیستل څنګه دی؟


الجواب وبالله التوفیق:

که د چا ټول عوائد یا زیاتره عوائد د حرامو څخه وي، نو د داسې چا ډوډۍ خوړل، دعوت یې قبلول او یا ترې قرض اخیستل جایز نه دي؛ په تېره بیا دیني عالمان باید بیخي د داسې خلکو ډوډۍ ونه خوري.

او که په عوائدو کې یې حلال زیات وي، یا یې دعوت په حلالو پیسو کړی وي، بیا یې دعوت قبلول څه خبره نه ده. او له حلالو پیسو څخه یې قرض اخیستل هم جایز دی.


الدلیل علی ذلک:

وفي «عيون المسائل» : رجل أهدى إلى إنسان أو أضافه إن كان غالب ماله من حرام لا ينبغي أن يقبل ويأكل من طعامه ما لم يخبر أن ذلك المال حلال استقرضه أو ورثه، وإن كان غالب ماله من حلال فلا بأس بأن يقبل ما لم يتبين له أن ذلك من الحرام؛ وهذا لأن أموال الناس لا تخلو عن قليل حرام وتخلو عن كثيره، فيعتبر الغالب ويبنى الحكم عليه.

المحیط البرهاني: ټوک:۵، مخ:۳۶۷، الفصل السابع عشر في الهدایا والضیفات

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close