زکات،سرسايه اوعشر

ایا په زکات کې هم قضایي شته؟

د فتوې شمېره(۵۱۶)

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله!

مفتي صاحب يويې زنانه سره ۲۱تولې سره زر دي او ۶كاله كيږي چې زکات یې نه ده ورکری؛ نو دا زنانه به اوس څنګه زکات ورکو؟ ایا دهر کال مستقل قیمت به یې معلومول کیږي کنه؟ او زکات د کوم قیمت ورکول کیږي د قیمت فروخت که د قیمت خرید ؟؟ بینوا توجرو ۰۰۰۰۰

پوښتونکی: محمد واسلام


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک د نصاب مالک وي؛ خو د څو کلونو زکات یې نه وي ورکړی؛ نو له ده څخه د تېرو کلونو زکات نه ساقطیږي؛ بلکې د تېرو کلونو زکات به هم به ورکوي.

په پوښتل شوي صورت کې به د هر کال مستقل قیمت معلوموي او په هغه اعتبار سره به زکات ادا کوي.

کله چې د یوکال زکات ادا کړي، نو دغه ادا شوې روپۍ به له نصاب څخه منفي کړي او د بل کال لپاره به د پاتې شوي نصاب حساب کوي.

او په زکات ورکولو کې د خرڅ قیمت(قیمت فروخت) معتبر دی.


الدلیل علی ذلک:

وبيان ذلك أنه إذا كان لرجل مائتا درهم أو عشرين مثقال ذهب فلم يؤد زكاته سنتين يزكي السنة الأولى،كذا هذا في مال التجارة، وكذا في السوائم.

بدائع الصنائع:2, مخ:7, فصل: واما شرائط الفرضیة.

وَالْمُرَادُ بِكَوْنِهِ حَوْلِيًّا أَنْ يَتِمَّ الْحَوْلُ عَلَيْهِ، وَهُوَ فِي مِلْكِهِ لِقَوْلِهِ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ – «لَا زَكَاةَ فِي مَالٍ حَتَّى يَحُولَ عَلَيْهِ الْحَوْلُ»

البحرالرايق: ټوک:۲، مخ:۲۱۹، کتاب الزکاة، شروط وجوب الزكاة

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close