جرائم او دهغې سزاګانې

غله ته قسم ورکول چې تا سره خو به په غلا کې بل څوک شریک نه وي؟!

د فتوې شمېره(۵۱۷)

پوښتنه:

السلام علیکم!

وبعد: زما یو دوست وایي: ما د خپلې کورنۍ یو کس پر غلا نېولی دی. اوس زه اندیښمن یم چې ده سره بل څوک پدې غلا کې اشتراک لري. که زه هغه ته په قران سره قسم ورکړم زما لپاره خوبه کومه ګناه نه وي؟

پوښتونکی: خان ګل افریدي


الجواب وبالله التوفیق:

اقرار په شریعت کې حجت قاصره دی. یعنې په اقرار سره په ده باندې یو شی ثابت کیدلی شي؛ خو د ده په اقرار سره په بل چا باندې نه شي ثابت کیدالی.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې غله ته قسم ورکول جایز نه دي.

ځکه که دی اقرار هم وکړي چې ما سره پلانکی او پلایکی په دې غلا کې شریک دي؛ بیا هم په نورو باندې غلا نه ثابتیږي. ترڅو چې هغوی پخپله اقرار ونه کړي یا په ګواهانو سره پرې غلا ثابته نه شي.


الدلیل علی ذلک:

ولو أقر بدين لم يجز على صاحبه لأن الإقرار حجة قاصرة، فلا يصدق في إيجاب الحق على شريكه

بدائع الصنائع: ټوک:۷۶، مخ:۷۲، فصل في حکم الشرکة

(أقرت الحرة المكلفة بدين) لآخر (فكذبها زوجها صح) إقرارها (في حقه أيضا) عند أبي حنيفة (فتحبس) المقرة (وتلازم) وإن تضرر الزوج وهذه إحدى المسائل الست الخارجة من قاعدة الإقرار حجة قاصرة على المقر ولا يتعدى إلى غيره وهي في الأشباه،

الدرالمختار: ټوک:5, مخ: ۶۲۰، فصل في مسائل شتی

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close