متفرق مسا‌‌ئل

د دوو ګاونډیانو ترمنځ د شریک دېوال جوړولو مصرف پر چا دی؟

د فتوې شمېره(۵۱۸)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله

محترموعلماؤ کرامو الله دی تاسو ته خیر درکي! الله ستاسوپه علم نورهم برکت درواچوي! موږ ستا مسئلې په غور سره ګورو …..

جزاک الله خیرا

دایوه مسله دی چې دوه کسان دي مځکې یې سره نښتي دي ..اوس یو کس ورته وایي چې پر وېش به دېوال ووهو. هغه بل ورته وایي: یا دیواا نه وهو. او که دا یو کس دېوال ووهي، دامصرف پر دواړو دی که پردېوال وهونکي؟ که پر هغه بل دی…؟

عاجله ده سره د حوالې

پوښتونکی: عرفان الله کندهاری


الجواب وبالله التوفیق:

په شریعت کې د مشترک دېوال مصارف په دواړو شریکانو راځي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې هم د مشترک دېوال مصارف باید دواړه پرې کړي.


الدلیل علی ذلک:

وفي جامع الفصولين: حائط بينهما وهى وخيف سقوطه فأراد أحدهما نقضه وأبى الآخر يجبر على نقضه، ولو هدما حائطا بينهما فأبى أحدهما عن بنائه يجبر، ولو انهدم لا يجبر ولكنه يبني الآخر فيمنعه حتى يأخذ نصف ما أنفق لو أنفق بأمر القاضي ونصف قيمة البناء لو أنفق بلا أمر القاضي. اهـ.

ردالمحتار: ټوک:۴، مخ:۳۳۳، كتاب الشركة, فروع القول لمنكر الشركة.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close