تجارت

شفعه کوونکی به زمکه په کوم قیمت سره اخلي؟

د فتوې شمېره(۵۱۹)

پوښتنه:

خالد را ولاړ شو په عمر يې يو جرېب ځمکه په يو لک افغانۍ خرڅه کړه د دغې ځمکې شفعه کوونکي احمد؛ خو هغه په پاکستان کې اوسيده، نوموړى د ځمکې له خرڅېدلو خبر نه و کله چې وطن ته راغى؛ نو اوس يې د شفعې دعوه وکړه.

اوس پوښتنه دا ده چې دغه ځمکه به دی په هماغه مخکې قيمت ورکولى شي او که د همدغې ورځې په قيمت؟

پوښتونکی: شاکر خان


الجواب وبالله التوفیق:

په شفعه کې د زمکې د خرڅ قیمت ته اعتبار دی، د نن ورځې قیمت ته اعتبار نشته.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې که د قاضي یا د ثالث په پرېکړې سره شفعه ثابته شي؛ نو  په کوم قیمت سره چې اخیستونکی دغه زمکه اخیستي وي؛ په هماغه قیمت سره به یې شفعه کوونکی ترې اخلي.


الدلیل علی ذلک:

(كتاب الشُّفْعَة)

هِيَ تملك الْعقار على مُشْتَرِيه بِمَا قَامَ عَلَيْهِ جبرا وَتجب بعد البيع وتستقر بِالْإِشْهَادِوتملك بِالْأَخْذِ بِقَضَاء، أَو برضى…. فَإِذا علم الشَّفِيع بِالْبيعِ يشْهد فِي مجْلِس علمه أَنه يطْلبهَا وَيُسمى طلب مواثبة.

ملتقی الابحر: ټوک:۱،مخ:101, كتاب الشفعة.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close