قسم او نذرمنل

ایا نذر په قرض معاف کولو سره ادا کیږي؟

د فتوې شمېره(۵۲۱)

پوښتنه:

یو انډېوال نذر منلی و که زما زوی له ناروغۍ جوړ شو زه به خیرات کوم، په دې کې د نذر کوونکي ورور یو پسه(وری) پر مولوي صیب خرڅ کړ، دای خبر نه و، اوس وایي که زه دغه پسه مولوي ته وروبښم، زما نذر پوره کیږي او کنه؟

پوښتنونکی: محمد نسیم


الجواب وبالله التوفیق:

لکه څنګه چې زکات چاته په قرض معاف کولو سره نه ادا کیږي همداسې نذر هم نه ادا کیږي. بلکې لومړی د قرض قبض کول ضروري دي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې به لومړی د مولوي صیب څخه د پسه قیمت قبض کړې بیا به یې په نذر کې ورکړې! د قبض پرته د قرض په پخښلو سره نذر نه ادا کیږي.

الدلیل علی ذلک:

وكما لا يجوز صرف الزكاة إلى الغني لا يجوز صرف جميع الصدقات المفروضة والواجبة إليه كالعشور والكفارات والنذور وصدقة الفطر لعموم قوله تعالى {إنما الصدقات للفقراء} [التوبة: 60] وقول النبي – صلى الله عليه وسلم – «لا تحل الصدقة لغني»

بدائع الصنائع: ټوک:۲، مخ:۴۷، کتاب الزکاة، مصارف الزکاة.

لكن الدين إما أن يسقط بالزكاة أو يبقى مستحق القبض بعدها فتصير خمسة فيجوز الأداء في ثلاثة: الأولى أداء الدين عن دين سقط بها كما مثل من إبراء الفقير عن كل النصاب. الثانية أداء العين عن العين كنقد حاضر عن نقد أو عرض حاضر. الثالثة أداء العين عن الدين كنقد حاضر عن نصاب دين. وفي صورتين لا يجوز:

الأولى أداء الدين عن العين كجعله ما في ذمة مديونه زكاة لماله الحاضر،

ردالمحتار: ټوک:۲، مخ:۲۷۲،کتاب الزکاة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close