تجارت

پیسې نغدې اخیستل او غله څو میاشتې وروسته ورکول!

پوښتنه:(۵۲۲)

پوښتنه:

یوه بله پوښتنه مې دا کوله چې زمونږ په کندهار کې یوه بیعه ده چې سلم ورته وایي. هغه په دې ډول ده چې د غنمو قیمت په اوس وخت کې ۲۲۰ روپۍ من دی، او دهقان ورته وایي ماته اوس روپۍ راکړه! او غنم به بیا شپږ یا اوه میاشتې وروسته درکوم من په یو ۱۷۰ روپۍ. اخیستونکي تراوسه غنم لیدلي نه دي؛ نو ایا په دې ډول بیعه خو به سود نه وي؟

پوښتونکی: محمد نسیم(کندهار)


الجواب وبالله التوفیق:

د شي قیمت نغد ورکول او مبیعه( اخیستل شوی شی) څه وخت وروسته په معلومه نېټه ورکولو ته بیعه سلم وایي. که په بیعه سلم کې لاندې شرطونه مراعات شي، نو جایز ده:

۱ـ  جنس به معلوم وي(لکه غنم، جوار…)

۲ـ نوع به معلومه وي( ابي، للمي…)

۳ـ صفت به یې معلوم وي(لکه اعلی، ادنی یا متوسط)

۴ـ اندازه به یې معلومه وي( لکه یو خاروار …)

۵ ـ د ورکولو نېټه به معلومه وي(چې کمه اندازه یې یوه میاشت ده، زیات چې هرڅومره وي)

۶ـ  قیمت به یې معلوم وي چې په فقه کې ورته رأس المال وایي.

۷ـ  د اخیستل شوي شي(مسلم فیه) سپارلو ځای به معلوم وي.

۸ـ پلورونکی به د مجلس څخه د جدا کېدو نه مخکې په رأس المال(قیمت) باندې قبض کوي.

لهذا که دغه شرطونه پکې مراعات شي بیعه سلم سهي ده او که مراعات نشي بیا جایز نه ده.


الدلیل علی ذلک:

قَوْلُهُ (وَشَرْطُهُ بَيَانُ الْجِنْسِ وَالنَّوْعِ وَالصِّفَةِ وَالْقَدْرِ وَالْأَجَلِ) قَوْلُهُ (وَأَقَلُّهُ شَهْرٌ) أَيْ أَقَلُّ الْأَجَلِ شَهْرٌ قَوْلُهُ (وَقَدْرِ رَأْسِ الْمَالِ فِي الْمَكِيلِ وَالْمَوْزُونِ وَالْمَعْدُودِ) أَيْ وَشَرْطُهُ بَيَانُ قَدْرِ رَأْسِ الْمَالِ إذَا كَانَ الْعَقْدُ يَتَعَلَّقُ عَلَى مِقْدَارِهِ (قَوْلُهُ: وَمَكَانِ الْإِيفَاءِ فِيمَا لَهُ حِمْلٌ مِنْ الْأَشْيَاءِ) قَوْلُهُ (وَقَبْضُ رَأْسِ الْمَالِ قَبْلَ الِافْتِرَاقِ) أَيْ وَشَرْطُهُ قَبْضُ رَأْسِ الْمَالِ قَبْلَ أَنْ يَتَفَرَّقَا؛

البحرالرايق: ټوک:۶، مخ:۱۷۴، باب السلم

كابل ټکی کام دارالافتاء

۳ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۲۰/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close