تجارت

تر کوره مې زرنج په کرایه ونېو، بیا په نیمه لار کې خراب شو؛ ایا کرایه به پوره ورکوم؟

د فتوې شمېره(۵۲۳)

پوښتنه:

ما رېګ(شګه) واخیسته، تر کوره مې د یو زرنج واله سره خبره وکړه، په درې سوه افغانۍ سره جوړ شوو، کله مو چې بار کړ، تر نیمه لارې لا نه وو رسیدلي چې زرنج خراب شو. ما بیا بل زرنج په دوه نیم سوه روپۍ ونېو.

اوس زما پوښتنه دا ده چې د لومړي زرنج د کرایه حق کیږي او کنه؟

پوښتونکی: ولي


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې ګاډی په کرایه ونېول شي، نو د پوره کرایه حقدار هلته جوړیږي چې تر ټاکلي ځایه یې ورسوي او که تر خپل ځای یې ونه رسوي بیا د پوره کرایه حقدار نه جوړیږي.

په پوښتل شوي صورت کې هم چونکې ته یې تر خپل کوره نه یې رسولی، نو د زرنج څښتن د پوره کرایه حقدار نه جوړیږي. بلکې څومره مزل یې چې کړی وي هغومره کرایه به ورکوې. مثلا ټوله لار پنځه کلومټره ده او ده دوه کلومټره مزل کړی دی؛ نو د دوو کلومټرو پیسې ورکړه.

د بل زرنج سره چې په څو جوړ شې، هغه ستا خپل کار دی.


الدلیل علی ذلک:

فان وَقعت على عمل مَعْلُوم فَلَا تجب الاجرة الا باتمام الْعَمَل اذا كَانَ الْعَمَل مِمَّا لَا يصلح اوله إِلَّا بِآخِرهِ وان كَانَ يصلح اوله دون آخِره فَتجب الاجرة بِمِقْدَار مَا عمل

واذا وَقعت على وَقت مَعْلُوم فَتجب الاجرة بِمُضِيِّ الْوَقْت ان هُوَ اسْتَعْملهُ اَوْ لم يَسْتَعْمِلهُ وبمقدار مَا مضى من الْوَقْت تجب الاجرة

النتف في الفتاوي:۲/۵۵۹ مَا يجوز وَلَا يجوز فِي الاجارة من الاحكام

کابل ټکی کام دارالافتاء

۳ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۲۰/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close