تجارت

له تاریخ تېر شیان خرڅول!

د فتوې شمېره(۵۲۴)

پوښتنه:

مفتي صاحب محترم زما پوښتنه په دې ډول ده چې مونږ زنانیي سامان خرڅوو. په بازا کې ځینې شیان د تاریخ تېر وي، خو قیمت یې ارزان وي. که مونږ دغه شیان راوړو او اخیستونکي ته ونه وایو چې له تاریخه تېر دی، ځکه که ورته ووایو نو هغه یې نه اخلي.

او دای هم پوښتنه نه کوي، که یې وکړي بیا ورته وایو چې له تاریخه تېر دی. نو داسې شیان خرڅول څه حکم لري؟

پوښتونکی: محمد نسیم


الجواب وبالله التوفیق:

د اخیستونکي خبرولو پرته پرې تاریخ تېر یا بل عیب جن شی خرڅول جایز نه دي؛ بلکې سخته ګناه ده.

البته  که داسې شی وي چې که له تاریخه تېر هم شي بیا هم نه خرابیږي او اخیستونکي پرې خبر شي، چې له تاریخه تېر دی او دی یې پخپله خوښه آخلي بیا جایز ده.


الدلیل علی ذلک:

(مَنْ وَجَدَ بِالْمَبِيعِ عَيْبًا أَخَذَهُ بِكُلِّ الثَّمَنِ أَوْ رَدَّهُ) ؛ لِأَنَّ مُطْلَقَ الْعَقْدِ يَقْتَضِي السَّلَامَةَ مِنْ الْعَيْبِ فَكَانَتْ السَّلَامَةُ كَالْمَشْرُوطَةِ فِي الْعَقْدِ صَرِيحًا لِكَوْنِهَا مَطْلُوبَةً عَادَةً فَعِنْدَ فَوَاتِهَا يَتَخَيَّرُ كَيْ لَا يَتَضَرَّرَ بِإِلْزَامِ مَا لَا يَرْضَى بِهِ

لَا يَحِلُّ لَهُ أَنْ يَبِيعَ الْمَعِيبَ حَتَّى يُبَيِّنَ عَيْبَهُ لِقَوْلِهِ – عَلَيْهِ السَّلَامُ – «لَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ بَاعَ مِنْ أَخِيهِ بَيْعًا وَفِيهِ عَيْبٌ إلَّا بَيَّنَهُ لَهُ» رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ وَأَحْمَدُ بِمَعْنَاهُ

تبيين الحقايقي: ټوک:۴، مخ:۳۱، باب خیار العیب

كابل ټکی کام دارالافتاء

۸ ربیع الاول ۱۴۴۲هق

۲۴/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close