تجارت

ایا حلال رزق ګټل عبادت دی؟

د فتوې(۵۲۵)

پوښتنه:

محترمه اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته! بعد محترمه! سعودي عرب کې مسافر وایي: چې موږ کار کوو دا عبادت دی؟ او وایي چې د عیال نفق فرض دی؟

پوښتونکی: انقیادي سلیمانزی


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک د شرعي حدودو په چوکاټ کې حلال رزق ګټي، د حرامو، دوکې، درواغو او سود خوارۍ څخه ځان ساتي، د رزق ګټلو له امله فرضي عبادت ترې نه پاتې کیږي او نیت یې دا وي چې په دې سره د خپل اولاد، د مېرمنې، د مور او پلار او د خپل ځان نفقه شي او د دوی حقوق پرې ادا کړي، نو داسې رزق ګټل الله ج په عبادت کې حسابوي.

البته که څوک د رزق ګټلو له امله فرضي عبادات پرېږدي، یا حرام رزق ګټي نو بیا داسې رزق ګټل عبادت نه؛ بلکې لویه ګناه ده.


الدلیل علی ذلک:

فَإِذا قُضِيَتِ الصَّلاةُ فَانْتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيراً لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (10) سورة الجمعة

عَنْ عَلْقَمَةَ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: طَلَبُ كَسْبِ الْحَلَالِ فَرِيضَةٌ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ

السنن الكبری للبیهقي:ټوک:6, مخ:221, باب كسب الرجل وعمله بيده

كابل ټکی کام دارالافتاء

۸ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۲۴/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close