
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
د رضاعي مور د لمسۍ سره نکاح کول!
د فتوې شمېره(۵۲۶)
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! محترم مولوي صاحب!
دیوې مسلې پوشتنه مې کوله هغه داچې زید د هندې تی رودلی دی. اوس زید د هندې له لمسۍ سره نکاح کولای سي که یا؟ جزاک الله د جواب په هیله
پوښتونکی: صدیق
الجواب وبالله التوفیق:
په پوښتل شوی صورت کې د هندې لمسۍ د زید رضاعي ورېره یا خورزه کیږي. لکه څنګه چې د نسبي ورېرې او خورزې سره نکاح نه سهي کیږي همداسې د رضاعي ورېرې یا خورزې سره هم نکاح نه سهي کیږي.
لهذا په پوښتل شوي صورت د دوی دواړو ترمنځ نکاح نه سهي کیږي.
الدلیل علی ذلک:
قال الله تعالی : حرمت علیکم امهاتکم و بناتکم و اخواتکم و عماتکم …. الایة
وعن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الله حرم من الرضاعة ما حرم من النسب .
مشکاة المصابیح مخ ۲۷۳ باب المحرمات
وقال في الهندیة : و اما العمات فثلاث عمة لاب وام وعمة لاب وعمة لام .
الفتاوی العالمګیریة ټوک ۱ ، مخ : ۲۷۳ کتاب النکاح الباب الثالث
کابل ټکی کام دارالافتاء