جرائم او دهغې سزاګانې

که مېرمن د شپږو میاشتو حمل ضایع کړي دیت پرې شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۲۷)

پوښتنه:

السلام علیکم

مفتی صاحب که یوه ښځه د شپږ میاشتو کوچنی ولري. بیا داکټر ته ورسي د دغی ښځی او ډاکټر سره خوښه شي ډاکټر ستن ورولګوي. بیا هغه ولد پیداسي مړه سي دیت پرچاه دی پر ډاکټر که پرښځې اوکه پردواړو؟

جواب سره حوالې

پوښتونکی: عرفان الله کندهاری


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې د مور په خېټه کې ماشوم د څلورو میاشتو نه واوړي؛ نو په ده کې روح پو کړی شي، نو د داسې ماشوم ضایع کول کبیره ګناه او حرام عمل دی.

د حمل اسقاط دوه صورتونه لري:

لومړی: اسقاط مېرمنې پخپل لاس کړی وي.

دویم: اسقاط یې د بل چا په لاس کړی وي.

په لومړي صورت کې یعنې اسقاط مېرمنې پخپله کړی وي، هغه که په دوا سره وي یا په بلې طریقې سره کړی وي او د مېړه ورسره رضا نه وي او ماشوم مړ پیدا شوی وي، نو د ښځې پر عاقله باندې غره واجب ده او دغه غره به ښځې مېړه ته په یو کال کې ورکوي.

او که اسقاط یې د مېړه په اجازه کړی وي؛ نو ښځه باندې غره نه واجبیږي.

دویم صورت: یعنې مېرمنې خپل حمل د بل چا په واسطې سره ساقط کړی وي، مېړه ورته اجازه کړې وي او ماشوم مړ پیدا شوی وي نو د مېرمنې په عاقله باندې غره نه لازمیږي.

البته که ماشوم ژوندی پیدا شي بیا مړ شوی وي، نو په ښځه باندې پوره دیت او کفاره لازمیږي. برابره خبره ده که اسقاط یې په خپل لاس کړی او که د بل چا په واسطې سره یې کړی وي، مېړه ورته اجازه کړې او که یې نه وي کړې.

او په دواړو صورتو کې ښځه د ماشوم له میراث څخه محرومیږي.

د غرې اندازه: غره د پشپړ دیت شلمه برخه وي او د مېرمنې عاقله به یې په یو کال کې میړه ته ورکوي.

عاقله چاته وایي: که د قاتل له کوم سیاسي یا غیر سیاسي تنظیم سره اړیکه لري، هغوی یې عاقله دي. که د تنظیم سره اړیکه نه لري بیا د قاتل عصبات(زامن، پلار، وروڼه، ورېروڼه، ترونه او د تره زامن) په یاد ترتیب سره عاقله ګرځيږي.


الدلیل علی ذلک:

وَفِي فَتْحِ الْقَدِيرِ وَهَلْ يُبَاحُ الْإِسْقَاطُ بَعْدَ الْحَبَلِ يُبَاحُ مَا لَمْ يَتَخَلَّقْ شَيْءٌ مِنْهُ ثُمَّ فِي غَيْرِ مَوْضِعٍ وَلَا يَكُونُ ذَلِكَ إلَّا بَعْدَ مِائَةٍ وَعِشْرِينَ يَوْمًا وَهَذَا يَقْتَضِي أَنَّهُمْ أَرَادُوا بِالتَّخْلِيقِ نَفْخَ الرُّوحِ، وَإِلَّا فَهُوَ غَلَطٌ لِأَنَّ التَّخْلِيقَ يَتَحَقَّقُ بِالْمُشَاهَدَةِ قَبْلَ هَذِهِ الْمُدَّةِ اهـ.

البحرالرایق: ټوک:۳، مخ:215, باب نكاح الرقيق

وفي الذخيرة: لو أرادت إلقاء الماء بعد وصوله إلى الرحم قالوا إن مضت مدة ينفخ فيه الروح لا يباح لها وقبله اختلف المشايخ فيه والنفخ مقدر بمائة وعشرين يوما بالحديث اهـ قال في الخانية: ولا أقول به لضمان المحرم بيض الصيد لأنه أصل الصيد، فلا أقل من أن يلحقها إثم وهذا لو بلا عذر اهـ ويأتي تمامه قبيل إحياء الموات والله أعلم.

الدرالمختار: ټوک:۶، مخ:۳۷۴، باب الاستبراء وغيره

وفي الخانية قالوا إن لم يستبن شيء من خلقه لا تأثم قال – رضي الله عنه -: ولا أقول به إذ المحرم إذا كسر بيض الصيد يضمن؛ لأنه أصل الصيد فلما كان مؤاخذا بالجزاء ثمة فلا أقل من أن يلحقها إثم هنا إذا أسقطت بلا عذر إلا أنها لا تأثم إثم القتل اهـ ولا يخفى أنها تأثم إثم القتل لو استبان خلقه ومات بفعلها.

 

(قوله أسقطته عمدا) كذا قيد به في الكفاية وغيرها قال في الشرنبلالية وإلا فلا شيء عليها وفي حق غيرها لا يشترط قصد إسقاط الولد كما في الخانية اهـ (قوله كضربها بطنها) وكما إذا عالجت فرجها حتى أسقطت كفاية أو حملت حملا ثقيلا تتارخانية أي على قصد إسقاطه كما علم مما مر (قوله فإن أذن لا) ذكره الزيلعي وصاحب الكافي وغيرهما.

ردالمحتار: ټوک:۶، مخ:591, فصل في الجنين

كابل ټکی کام دارالافتاء

۱۲ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۲۹/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close