تجارت

په اجاره کې چې عوض مجهول شي اجاره ناروا ګرځي

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته !
وبعد
محترم مفتي صاحب ! که چیري یوڅوک یو چاته ووایي چې زه به ستا دحصې مطابق په کاریز کې کاروکړم خو دومره ځمکه به راکوې اوهغه ورته وایي که کاریز اوبه راوویستلې نو درکوم یې اوکه یې راونه ویستلې بیا یې نه درکوم.
اوس پوښتنه داده داوبو را ویستل خو یقني نه دي نوداسې سودا چي په هغې کې اجرت یقني نه وي ځرنګه ده؟ اوبل دا چي ددې کاریز اوبه که راووزي نو داجیر پرمځکه به هم لګیږي او دځمکې دمالک پرځمکه به هم لګیږي نو داصحیح کیدای شي؟
والسلام . احمدي ،العتیق،الکاشاني، الهروي،الچشتي،الحنفي

الجواب وبالله التوفیق

یاد شوی صورت ته دشریعت په اصطلاح کې اجاره وایي او داجارې دصحیح کیدلو لپاره شرط دادی چې عوض او مزدوري به معلومه وي او دلته معاوضه معلومه نه ده بلکه مشروط ده ځکه که اوبه راونه وتلې معاوضه یې نشته او که او به راووتلې نو معاوضه به ورکول کیږي ، نو په سوال کې یادشوی صورت چې معاوضه په کې یقیني معلومه نه ده ناروا دی.

په هدایه کې دي:

(الاجارة عقد یرد علی المنافع بعوض ولایصح حتی تکون المنافع معلومة والاجرة معلومة)         هدایه بیوع کتاب الاجارات .

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close