تجارت

د تجارت په نیت اخیستل شوي کور کې زکات!

د فتوې شمېره(۵۲۸)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترم مفتي صاحب! یوه پوښتنه مې کوله: هغه داچې یوکس د{پراپرټۍ} یا د جایدادونو د خرید  و پلورلو کار کوي. مثلا اوه اته سرایه یې رانیولي؛ خو دغه سرایونه یې اوس په شل شل زره کرایه هم ورکړي دي. هر وخت چې خریدار  پیدا شي بیا یې ورباندي خرڅوي؛ خو تر هغه وخته کرایه دار هم پکي اوسیږي اوس که دغه کس کلنی زکات ورکوي د سرایونو د قیمت له قرره به زکات به ورکوي؟ که به له دغه سرایونو څخه د حاصلي شوې کرایې له قرره  زکات ورکوي؟

یعنې د سرایو قېمت نن ورځ سل لکه روپۍ دي او کلنۍ کرایه پنځه لکه ترې حاصله شوې اوس به د سلو لکو زکات ورکوي؟ که به د پنځو لکو؟

پوښتونکی: صدیق


الجواب وبالله التوفیق:

کوم سرایونه(کورونه) د تجارت په نیت واخیستل شي، زکات پکې واجب دی. همدا ډول په نغدو، سرو او سپینو زرو او په نور تجارتي سامان کې هم زکات واجب دی.

په پوښتل شوي صورت کې دغه نفر سرایونه د تجارت په نیت اخیستي دي، ځکه چې دای د پراپرټۍ کار کوي.که څه هم اوس یې په کرایه ورکړي دي؛ زکات پکې شته.

لهذا کله چې کال پوره شي؛ نو دغه نفر به د سرایونو د خرڅېدو د قیمت زکات ورکوي او کومه کرایه یې چې د دغو کورونو په واسطه تر لاسه کړې ده، اوس ورسره موجوده هم ده، نو د هغو پیسو به هم زکات ورکوي. همدا ډول که د ده سره نورې نغدې، تجارتي مال او یا ورسره سره او سپین زر وي د ټولو څخه به زکات ورکوي.


الدلیل علی ذلک:

(لا زكاة في اللآلئ والجواهر) وإن ساوت ألفا اتفاقا (إلا أن تكون للتجارة) والأصل أن ما عدا الحجرين والسوائم إنما يزكى بنية التجارة بشرط عدم المانع المؤدي إلى الثنى وشرط مقارنتها لعقد التجارة

(قوله ما عدا الحجرين) هذا علم بالغلبة على الذهب والفضة ط وقوله: والسوائم بالنصب عطفا على الحجرين وما عدا ما ذكر كالجواهر والعقارات والمواشي العلوفة والعبيد والثياب والأمتعة ونحو ذلك من العروض

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:۲، مخ:۲۷۳، کتاب الزکاة

وإن اشترى شيئا ونواه للتجارة كان للتجارة لاتصال النية بالعمل

الهداية: ټوک:۱، مخ:۱۶۱، کتاب الزکاة

کابل ټکی کام دارالافتاء

۱۴ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۳۱/۱۰/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close