قران او سنت

د غټانو ختنه ( سنت) کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۴۲)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته . محترم مفتي صیب زما پوښتنه دا ده :

چې زمونږ یو ملګری دی ، مور او پلار په ماشومتوب کې نه دی سنت کړی ، اوس دی غواړي چې ځان سنت کړي ، ترڅو په سنتو عمل وشي . ایا ده ته جایز دي چې په ستر عمر کې ځان سنت کړي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

ختنه کول یو موکد سنت عمل دی اود اسلام له شعایرو څخه حسابیږي . له دې کبله مور او پلار ته په کار ده چې خپل ځامن په ماشومتوب کې سنت کړي ، غفلت په کې ونه کړي او که چا سنت نه کړل ملامتیا یې په مور او پلار ده .

د نن سبا پر مختللې ډاکټرۍ کې د مشرانو ختنه کول اسان کار دی ، لهذا څوک چې نه وي ختنه شوي ، ځانونه ختنه کولی شي تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت پر ځای شي .

خو که چاته مسلمان ډاکټر ووایي چې د شَکر یا د بل مرض له امله ختنه کول درته تاوان رسوي ختنه ورته معاف ده


الدلیل علی ذلک :

. قال: ولا يحل النظر إلى العورة، إلا عند الضرورة … مع هذا إذا جاء العذر، فلا بأس بالنظر إليها، فمن جملة الأعذار الختان، والختان ينظر عند ذلك الفعل، وكذلك الخافضة تنظر؛ وهذا لأن الختان سنة، وهو من جملة الفطرة في حق الرجل لا يمكن تركه،

المحيط البرهانی ، ټوک : ۵ ، مخ :۳۳۶ , الفصل التاسع فيما يحل للرجل النظر

وَالْأَصْلُ أَنَّ الْخِتَانَ سُنَّةٌ كَمَا جَاءَ فِي الْخَبَرِ، وَهُوَ مِنْ شَعَائِرِ الْإِسْلَامِ وَخَصَائِصِهِ حَتَّى لَوْ اجْتَمَعَ أَهْلُ مِصْرٍ أَوْ قَرْيَةٍ عَلَى تَرْكِهِ يُحَارِبُهُمْ الْإِمَامُ فَلَا يُتْرَكُ إلَّا لِضَرُورَةٍ، وَعُذْرُ الشَّيْخِ الَّذِي لَا يُطِيقُ ذَلِكَ ظَاهِرٌ فَيُتْرَكُ.

تبيين الحقايق ۶/۶۲۶



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close