جرائم او دهغې سزاګانې

غلا شوي مال پیسو سره باید څه وکړو؟

د فتوې شمېره(۵۲۹)

پوښتنه:

دریمه پوښتنه دا ده چې ما پخوا په پاکستان ترېکټر چلوه، کرش او شګې به ما راوړلې. دوه پېرې مال راوړې چې دوه زره روپۍ کېدې او پرچې مې کټ نه کړې، ځان سره مې کېښودې.

اوس هغه سړی په پاکستان کې دی او زه په کندهار کې یم. وروړلی یې نشم، په نورو منشیانو مې باور نه کیږي. نو اوس که دغه روپۍ زه خیرات کړم، غاړې مې خلاصیږي او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

غلا کول شرعا ناروا عمل دی. که څوک له چا څخه غلا وکړي، مالک یې معلوم وي، نو خپل مالک ته یې ورسول ضروري دي؛ هغه که په هر ډول وي. که یې مالک معلوم نه وي، بیا باید د مالک لخوا صدقه شي.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې، باید تاسې غلا شوې روپۍ خپل مالک ته ورولېږئ. هغه که د معتمد منشیانو په لاس وي، یا بل معتمد څوک وي او یا د حوالې په واسطې سره وي.

خیرات کول یې جایز نه دي.

د مالک لخوا یې صدقه کول په هغه وخت کې جایز دي چې، مالک یې نامعلوم وي.


الدلیل علی ذلک:

(عليه ديون ومظالم جهل أربابها وأيس) من عليه ذلك (من معرفتهم فعليه التصدق بقدرها من ماله وإن استغرقت جميع ماله) هذا مذهب أصحابنا لا تعلم بينهم خلافا كمن في يده عروض لا يعلم مستحقيها اعتبارا للديون بالأعيان (و) متى فعل ذلك (سقط عنه المطالبة) من أصحاب الديون (في المعقبي) مجتبى. وفي العمدة: وجد لقطة وعرفها ولم ير ربها فانتفع بها لفقره ثم أيسر يجب عليه أن يتصدق بمثله.

(قوله: جهل أربابها) يشمل ورثتهم، فلو علمهم لزمه الدفع إليهم؛ لأن الدين صار حقهم.

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:4, مخ:283, كتاب اللقطة

كابل ټکی کام دارالافتاء

۱۵ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۱/۱۱/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close