تجارت

د اجارې په زمکه باندې آفین کرل!

د فتوې شمېره(۵۳۰)

پوښتنه:

ما واحد الله یو جرېب زمکه چاته په اجاره ورکړه، خو دا مې ورته ونه ویل چې په دې به څه شی کرې؟ څه وخت وروسته هغه په زمکه آفین وکرل.

اوس پوښتنه دا ده چې په شریعت کې داسې اجاره څنګه ده؟ او ماته دا حق شته چې دی منع کړم، چې آفین به کرې؟

پوښتونکی: شاکر خان


الجواب وبالله التوفیق:

د زمکې اجارې ورکولو پر مهال د فصل تعین ضرروي دی، که د زمکې مالک اجارې نېوونکي ته اختیار ورکړي، یعنې ورته ووایې چې، هر څه ستا خوښه وي پرې ویې کره! بیا هم سهي ده.

له دې امله د اجارې ورکولو پرمهال تاته اختیار شته چې ورته ووایې: افین یا پلانکی شی به په دې زمکه کې نه کرې.

او که هغه پرې افین یا بل ناروا شی وکري هغه د ده خپله ګناه ده. ته ورسره په ګناه کې شریک نه یې.


الدلیل علی ذلک:

وإذا استأجر الذميّ من المسلم داراً ليسكنها فلا بأس بذلك؛ لأن الإجارة وقعت على أمر مباح فجازت وإن شرب فيها الخمر أو عبد فيها الصليب أو أدخل فيها الخنازير، لم يلحق المسلم في ذلك شيء لأن المسلم لم يؤاجر لها إنما يؤاجر للسكنى، وكان بمنزلة ما لو أجر داراً من فاسق كان مباحاً، وإن كان يعصي فيها، ولو اتخذ فيها بيعة أو كنيسة أو بيت نار يمكن من ذلك إن كان في السواد.

المحيط البرهاني: ټوک:۷، مخ:۴۸۳، الفصل الخامس عشر

ولا بد في إجارة الأراضي من بيان ما يستأجر له من الزراعة والغرس والبناء وغير ذلك فإن لم يبين كانت الإجارة فاسدة إلا إذا جعل له أن ينتفع بها كما شاء هكذا في البدائع.

ولو لم يبين ما يزرع فيها ولم يقل على أن أزرع فيها ما أشاء فسدت الإجارة. كذا في التبيين.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۴، مخ:۴۴۰، الفصل الاول، کتاب الاجارة

کابل ټکی کام دارالافتاء

۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۲هق

۲/۱۱/۲۰۲۰ م

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close