زکات،سرسايه اوعشر

که کور په ښه قیمت خرڅیږي بیا یې خرڅوم، زکات پکې شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۵۳۱)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترم مفتي صاحب! یوه پوښتنه مې کوله: هغه داچې یوکس د{پراپرټۍ} یا د جایدادونو د خرید  و پلورلو کار کوي. مثلا اوه اته سرایه یې رانیولي؛ خو دغه سرایونه یې اوس په شل شل زره کرایه هم ورکړي دي. هر وخت چې خریدار  پیدا شي بیا یې ورباندي خرڅوي؛ خو تر هغه وخته کرایه دار هم پکي اوسیږي اوس که دغه کس کلنی زکات ورکوي د سرایونو د قیمت له قرره به زکات به ورکوي؟ که به له دغه سرایونو څخه د حاصلي شوې کرایې له قرره  زکات ورکوي؟

یعنې د سرایو قېمت نن ورځ سل لکه روپۍ دي او کلنۍ کرایه پنځه لکه ترې حاصله شوې اوس به د سلو لکو زکات ورکوي؟ که به د پنځو لکو؟

پوښتونکی: صدیق


الجواب وبالله التوفیق:

که سرای(کور) یا زمکه د تجارت په نیت واخیستل شي، زکات پکې واجب دی.

او که په دې نیت واخیستل شي چې ښه ګاهک پرې برابر شي، خرڅوم یې، بیا د کور په قیمت کې زکات نشته؛ بلکې کومه کرایه چې ترې لاسته را شي او د زکات نصاب ته رسیږي، بیا پکې زکات شته.

لهذا په پوښتل شوي صورت کې د دغو سرایونو په قیمت کې زکات نشته؛ بلکې په کرایه کې (چې پنځه لکه کیږي) زکات واجب دی.


الدلیل علی ذلک:

ولو نوى التجارة بعد العقد أو اشترى شيئا للقنية ناويا أنه إن وجد ربحا باعه لا زكاة عليه كما لو نوى التجارة فيما خرج من أرضه كما مر؛ وكما لو شرى أرضا خراجية ناويا التجارة أو عشرية وزرعها أو بذرا للتجارة وزرعه لا يكون للتجارة لقيام المانع.

يادونه: دغه فتوی څو ورځې وړاندې هم نشر شوې وه، خو ناسمه حل شوې وه، اوس بیا له تصحیح وروسته نشر ته سپارل کیږي.

الدرالمختار:ټوک:۲، مخ:۷۴، کتاب الزکاة

کابل ټکی کام دارالافتاء

۱۷ ربیع الاول ۱۴۴۲ هق

۳/۱۱/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close