ذبحه،قرباني،عقيقه

د تیار حلال شوو(کارتني) چرګانو حکم!

د فتوې شمېره(۵۳۲)

پوښتنه:

مفتي صاحب پوښتنه مې دا ده: چې په بازارو کې کارتني چرګان خرڅيږي د دې خوراک روا ده اوکه ناروا ؟ او که چا خوړلي وي دهغوی دغاړي دخلاصون لپاره څه حل لاره شته!  مننه

پوښتونکی: افغان حامد


الجواب وبالله التوفیق:

کومې غوښې یا حلال شوي چرګان چې له نورو هېوادو څخه راځي، ترڅو چې دا یقیني معلومه شوې نه وي چې په شرعي طریقې سره حلال شوي دي، خوړل یا یې خرڅول جواز نه لري.

او که په شرعي طریقې سره یې حلاله یقیني وي، بیا یې خوراک او تجارت جایز دی.

که چا خوړلي وي نو  له الله ج څخه دې بخښنه وغواړي.


الدلیل علی ذلک:

ولا يجوز بيع الحر والخمر والخنزير والميتة كذا في التهذيب.

الفتاوي الهندية: ټوک:۳، مخ:۱۱۶، کتاب البیوع، الفصل الخامس

كابل ټکی کام دارالافتاء

۲۱ ربیع الاول ۱۴۴۲هق

۷/۱۱/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close