
تجارت
د نوکانو یا د شونډو رنګ خرڅول شرعا څه حکم لري!
د فتوې شمېره(۵۳۳)
پوښته:
بله پوښتنه مې دا ده چې، مونږ سره په دکان کې داسې ښځینه یي سامان وي لکه د نوکان، شونډو رنګ او داسې نور چې د اودسه په وخت کې اوبه پوستکي ته نه پرېږدي؛ نو داسې سامان خرڅول څه حکم لري؟
پوښتونکی: محمد نسیم
الجواب وبالله التوفیق:
کوم شی چې په ځینو وختونو کې په جایزو کارونو کې کارول کیږي، د هغو تجارت جایز دی. او کوم چې یوازې به ناروا کارونو کې کارول کیږي، د هغو تجارت جایز نه دی.
د نوکانو او شونډو رنګ که کومې مېرمنې وکاروي، نو د اودسه او غسل لپاره یې پاکولی شي. او که څوک یې نه پاکوي هغه د دوی خپله ګناه ده.
لهذا د نوکانو او شونډو رنګ خرڅول جایز دي.
الدلیل علی ذلک:
والحاصل أن جواز البيع يدور مع حل الانتفاع مجتبى،
الدرالمختار: ټوک:۵، مخ:۶۱، کتاب البیوع، مطلب في دودة القرمز
قلت: وقدمنا ثمة معزيا للنهر أن ما قامت المعصية بعينه يكره بيعه تحريما وإلا فتنزيها. فليحفظ توفيقا.
الدرالمختار: ټوک:۶، مخ:۳۹۱، فصل في البیع
کابل ټکی کام دارالافتاء