طهارت او لمونځ

په ځانته لمونځ کوونکي پسې اقتداء کول!

د فتوې شمېره(۵۳۵)

پوښتنه:

مفتی صاحب کہ یو کس خپل ځانته پر لمانځه ولاړ وي او یو بل نفر ورسي، دہ جماعت نیت ورپسې وتړي. نو آیا دا جماعت کیږي کنه؟

او کہ کیږي نو دا صورت بہ سنګه وي؟ کہ هغه اولنی منفرد سورة الفاتحہ نیمہ یا پورہ پټه خولہ تلاوت کړې وي. نو دا بقایا جهري قرات بہ د کوم ځای نہ شروع کوي؟

آیا بېرته به یې د سر نه په اوچت آواز شروع کوي او که دہ هغه ځای نہ؟ او کہ به دا ټول رکعت دغسې پہ چوپه خوله وایي؟

پوښتونکی: عرفان الله کندهار


الجواب وبالله التوفیق

د جَمعې لپاره د امامت نیت شرط او ضروري نه دی، بلکې د ثواب باعث دی.

لهذا که څوک ځانته فرض لمونځ کوي، بل څوک ورپسې د اقتدا نیت کولی شي؛ که څه هم ده د امامت نیت نه وي کړی. البته د جَمعې ثواب ورته نه رسیږي.

خو شرط دا دی چې امام به د فرض لمانځه نیت کړی وي.

کله چې پوه شي چې یو چا راپسې د اقتدا نیت وکړ، له هماغه ځایه دې قرات جهرا پیل کړي. بېرته دې له سره نه پیلوي.


الدلیل علی ذلک:

(والإمام ينوي صلاته فقط) و (لا) يشترط لصحة الاقتداء نية (إمامة المقتدي) بل لنيل الثواب عند اقتداء أحد به قبله كما بحثه في الأشباه

الدرالمختار: ټوک:۱، مخ:۴۲۴، باب شروط الصلاة

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close