ذبحه،قرباني،عقيقه

که د حلالې په وخت کې له چرګې سر جدا شي!

د فتوې شمېره(۵۳۶)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

که څوک چرګه ذبحه کوي او سر یې پرې کړي، نو د داسې چرګې خوړل څه حکم لري؟ ځینې خلک وایي چې خوړل یې جایز نه دي.

پوښتونکی: م نسیم ځلاند


الجواب وبالله التوفیق:

قصدا چرګه یا بل څاروی داسې حلالول چې، سر ترې بېل شي مکروه دی.

که څه هم د داسې څاروي یا چرګې غوښه پاکه ده، خوړل یې جایز دي.


الدلیل علی ذلک:

قال: “ومن بلغ بالسكين النخاع أو قطع الرأس كره له ذلك وتؤكل ذبيحته” وفي بعض النسخ: قطع مكان بلغ. والنخاع عرق أبيض في عظم الرقبة، أما الكراهة فلما روي عن النبي عليه الصلاة والسلام: “أنه نهى أن تنخع الشاة إذا ذبحت” وتفسيره ما ذكرناه، وقيل معناه: أن يمد رأسه حتى يظهر مذبحه، وقيل أن يكسر عنقه قبل أن يسكن من الاضطراب، وكل ذلك مكروه، وهذا لأن في جميع ذلك وفي قطع الرأس زيادة تعذيب الحيوان بلا فائدة وهو منهي عنه.

الهدایة: ټوک:۴، مخ:۳۵۰، کتاب الذبائح

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close