متفرق مسا‌‌ئل

د نارینه لپاره ګوتمه یا ساعت په لاس کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۳۷)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

مولوي صیب یوه بله پوښتنه کوم! هغه دا چې یو نفر راسره و، لږ علم یې هم کړی و. ویل یې د نارینه لپاره ګوتمه کاره هغه د سپینو وي او که د سرو جایز نه ده.

همدا ډول ساعت کارول نارینه لپاره جایز نه ده. په دې اړه که تاسې که تاسې معلومات راکړئ! مننه

پوښتونکی: م نسیم ځلاند


الجواب وبالله التوفیق:

د قاضي باچا يا ىا ى عام سړي لپاره د سپینو زرو ګوتمه یو مثقال وزن چې درې نیمې ماشې(۴ ګرامه او ۳۷۴ ملي ګرامه) ترې جوړیږي کارول جواز لري.

د نارینه لپاره عام ساعت په لاس کول شرعا جواز لري، کوم ممانعت پکې نشته.


الدلیل علی ذلک :

(ولا يتحلى) الرجل (بذهب وفضة) مطلقا… ولا يكره في المنطقة حلقة حديد أو نحاس وعظم وسيجيء حكم لبس اللؤلؤ (ولا يتختم) إلا بالفضة لحصول الاستغناء بها فيحرم منها ای: الفضة …ولايزيده علی مثقال ، وقيل لايبلغ به المثقال . وترک التختم لغير السلطان والقاضی و ذی حاجة اليه کمتولي افضل ….لايتختم الا ثلاثة : امير او کاتب او احمق . ردالمحتار مع درالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۵۹ ـ۳۶۱ ، کتاب الحظر والاباحة ، فصل فی اللبس

ولا يزيد وزنه علی مثقال لقوله علیه الصلاۃ والسلام: إتخذہ من ورق ولا تزدہ علی مثقال۔ (البحر الرائق ټوک:۸، مخ:۳۵۰)

فقط والله تعالی اعلم بالصواب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

2 thoughts on “د نارینه لپاره ګوتمه یا ساعت په لاس کول څه حکم لري؟”

  1. اسلام علیکم ورحمت الله وربرکاته
    زما پوښتنه داده چی ساعت په کوم لاس کول بهتر دې؟

    1. ګړۍ(ساعت) باید په کوم لاس په لاس شي؟
      السلام علیکم ورحمت الله وربرکاته
      زما پوښتنه داده چی ساعت په کوم لاس کول بهتر دې؟
      پوښتونکی: عبد الوکیل صادق
      الجواب وبالله التوفیق:
      شریعت کې د ګړۍ(ساعت) په لاس کولو لپاره کوم تحدید نشته.
      البته په ښي لاس کول یې غوره دي. او که ګړۍ په ورځني کارونو کې مزاحم ګرځي بیا یې په چپ لاس هم په لاس کولی شي.
      او که څوک یې د عذر پرته په چپ لاس، په لاس کوي؛ نو هم ممانعت نشته.
      الدلیل علی ذلک:
      عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: إِنْ كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيُحِبُّ التَّيَمُّنَ فِي طُهُورِهِ إِذَا تَطَهَّرَ، وَفِي تَرَجُّلِهِ، إِذَا تَرَجَّلَ، وَفِي انْتِعَالِهِ إِذَا انْتَعَلَ»
      صحيح مسلم: باب التيمن في الطهور وغيره
      كابل ټکی کام دارالافتاء
      ۲۵ ربیع الثاني ۱۴۴۲ هق
      ۱۱/۱۲/۲۰۲۰ م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close