نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د شیعه سره نکاح کول!

د فتوې شمېره(۵۳۹)

پوښتنه:

ایا شعیه ګۍ سره د سُني(مسلمان) نکاح کیدلی شي چې نر په خپل مذهب وي او ښځه خپل مذهب؟

پوښتونکی: فضل الرحمن


الجواب وبالله التوفیق:

کوم شیعه ګان چې د دین له ضروي امورو څخه منکر وي لکه( علی رضی الله عنه ته د الله یا د نبي نسبت کول، شیخینو( ابوبکر الصدیق او عمربن الخطاب رضي الله عنهما) باندې لعنت ویل، په عایشې رضی الله عنها باندې بهتان لګول، یا په قرآن کریم کې د تحریف عقیده لرل( العیاذ بالله ) یا دېته ورته نورې باطلې عیدې لري؛ نو داسې شیعه ګان کافران دي او نکاح ورسره جایز نه ده.

او که د دین له ضروري امورو څخه منکر نه وي بیا ورسره نکاح جایز ده.

یادونه: د ننۍ زمانې زیاتره شیعه ګان پورته ذکر شوې باطلې عقیدې لري او په خبرو کې توریه کوي، باید د دوی سره له نکاح کولو ډډه وشي.


الدلیل علی ذلک:

ثم من المعلوم ضرورة أن قذف أم المؤمنين عائشة – رضي الله تعالى عنها – كفر سواء كان سرا أو جهرا،

ردالمحتار الی در المختار ، ټوک : ۴ ، مخ : ۴۴ ، باب حد القذف

الرافضي ان کان یسب الشیخین و یلعنهما فهو کافر .

خلاصة الفتاوی ، ټوک : ۴ ، مخ : ۳۸۱ ، کتاب الفاظ الکفر ، الفصل الاول .

ویجب اکفار الروافض في قولهم : … ان جبریل علیه السلام غلط فی الوحی الی محمد صلی الله علیه وسلم دون علی کرم الله وجهه وهؤلا‌ء القوم خارجون عن الاسلام و احکامهم احکام المرتدین .

الفتاوی التتارخانیة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۵۳۸ ، کتاب احکام المرتدین

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close