جرائم او دهغې سزاګانې

د ناحقه مدعي څخه په محکمه کې د شوي تاوان غوښتل!

د فتوې شمېره(۵۴۰)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

وبعد: علماء د دین متین په دغه مسئله کې څه فرمایي؟

مدعي احمد د مدعی علیه محمود په درې جرېبو ځمکه دعوی وکړه. دوه کاله یې دوام وکړ، بیا محکمې د مدعی علیه محمود په نفع فیصله وکړه.

اوس پوښتنه دا دهچې د مدعی علیه باندې د خسارې حق لري او کنه؟

محمود وایي چې په ما باندې ناحقه دعوه وکړه، زه یې تاواني کړی یم، بیا یې هم حق ثابت نه کړ.

بینوا توجروا!

مستفتي: مولوي صاحب محمد نور


الجواب وبالله التوفیق:

که یو څوک په بل چا باندې ناحقه دعوه وکړي او له دې امله د مدعی علیه تاوان وشي؛ نو مدعی علیه دغه تاوان له مدعي څخه شرعا غوښتلی شي؛ ځکه چې مدعي متسبب متعمد دی.


الدلیل علی ذلک:

مطلب في ضمان الساعي ثم حاصل ما ذكره من ضمان الساعي أنه لو سعى بحق لا يضمن ولو بلا حق، فإن كان السلطان يغرم بمثل هذه السعاية ألبتة يضمن، وإن كان قد يغرم وقد لا يغرم لا يضمن والفتوى على قول محمد من ضمان الساعي بغير حق مطلقا ويعزر

ردالمحتار: ټوک:۴ مخ:۸۹، کتاب السرقة

والله تعالی اعلم بالصواب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close