متفرق مسا‌‌ئل

که څوک په لار کې بې ارزښته شی پیدا کړي!

د فتوې شمېره(۵۳۳)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب زما پوښتنه په دا رقم ده چې، که څوک په لاره کې بې ارزښته شی لکه پیاز، رومي یا دېته ورته بل ارزانه بیه شی، پيدا کړي. که مالک پرې خبر هم شي، ورپسې نه راځي. څه به ورسره کوي؟

پوښتونکی: ولي


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک په لار کې داسې بې ارزښته شی پیدا کړي، چې د ده غالب ګمان دا وي، چې مالک به یې نه ورپسې ګرځي؛ نو داسې شی دې غریب ته ورکړي او  كه په خپله  غريب وي بيا يې په خپله هم کارولی شي.


الدلیل علی ذلک:

عن جابر بن عبد الله، قال: «رخص لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في العصا والسوط والحبل وأشباهه يلتقطه الرجل ينتفع به»

ابوداود( باب التعریف واللقطة)

فدل على أنه إنما ينتفع بها بعد الإشهاد والتعريف إلى أن غلب على ظنه أن صاحبها لا يطلبها، والمراد جواز الانتفاع بها والتصدق، وله إمساكها لصاحبها.

ردالمحتار: ټوک:۴، مخ:۲۷۹، کتاب اللقطة

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close