متفرق مسا‌‌ئل

د نابالغه ماشوم څخه پیسې یا بل شی اخیستل!

د فتوې شمېره(۵۳۴)

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده چې، ایا د اته کلن یا لس کلن ماشوم څخه مېوه یا بله ډالۍ اخیستلی شې کنه چې، هغه یې په خپله خوښه درکوي؟

پوښتونکی: ولي


الجواب وبالله التوفیق:

د نابالغه ماشوم څخه پیسې یا ترې د خوراک شی اخیستل یا د هغه شخصي شی کارول شرعا د هیچا لپاره جواز نه لري. که څه هم دی اجازه ورکړي؛ ځکه چې د ماشوم اجازه د اعتبار وړ نه ده.


الدلیل علی ذلک:

ويباح لوالديه أن يأكلا من مأكول وهب له، وقيل لا، انتهى، فأفاد أن غير المأكول لا يباح لهما إلا لحاجة وضعوا هدايا الختان بين يدي الصبي فما يصلح له كثياب الصبيان فالهدية له،اتخذ لولده أو لتلميذه ثيابا ثم أراد دفعها لغيره ليس له ذلك ما لم يبين وقت الاتخاذ أنها عارية،

الدرالمختار: ټوک:۵، مخ:۶۹۶، کتاب الهبة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close