قران او سنت

جنت البقیع کې د دفن(ښخیدو) فضیلت!

د فتوې شمېره(۵۳۵)

پوښتنه:

زمونږ زیات مسلمانان کوښښ کوي چې په جنت البقیع کې ښخ شي. نو ایا په جنت البقیع کې د ښخیدو خاص فضیلت شته؟


الجواب وبالله التوفیق:

د مدینې منورې په جنت البقیع(هدیره) کې د دفن شوو مړو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم د مغفرت سوال کړی دی او د شفاعت کولو وعده یې ورسره کړې ده؛ چې د مسلمان لپاره لوی فضیلت دی.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّهَا قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – كُلَّمَا كَانَ لَيْلَتُهَا مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – يَخْرُجُ مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ إِلَى الْبَقِيعِ، فَيَقُولُ: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ، وَأَتَاكُمْ مَا تُوعَدُونَ غَدًا، مُؤَجَّلُونَ، وَإِنَّا، إِنْ شَاءَ اللهُ، بِكُمْ لَاحِقُونَ، اللهُمَّ، اغْفِرْ لِأَهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ» وَلَمْ يُقِمْ قُتَيْبَةُ قَوْلَهُ «وَأَتَاكُمْ»

صحيح لمسلم, باب ما يقال عند دخول القبور والدعاء

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ اسْتَطَاعَ أَنْ يَمُوتَ بِالمَدِينَةِ فَلْيَمُتْ بِهَا، فَإِنِّي أَشْفَعُ لِمَنْ يَمُوتُ بِهَا.

سنن الترمذي: باب ماجاء في فضل المدينة

كابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close