عقائداوفرقې

که څوک ږیره وخریي او بیا ووایي: څومره ښه ښکارم. ایا کافر کیږي؟

د فتوې شمېره(۵۳۶)

پوښتنه:

حضراتو! مشهوره ده چې څوک ږيره وخريي او هندارې ته وګوري او ووايي چې څومره ښايسته شوى يم، داسړى کافر کېږي. کوم سند يې شته؟


الجواب وبالله التوفیق:

كه څوک ږیره وخریي بیا ووایې چې څومره ښه ښکارم، که په دې خبرې سره د ده هدف د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو اعراض او د دین استخفاف وي؛ نو کافر کیږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ږیرې ته د سړي زینت ویلی دي؛ او دای یې یو ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرې تکذیب کوي.

او که د دین او سنتو استخفاف یې موخه نه وي، بیا فاسق او ګناهګار ګرځي.


الدلیل علی ذلک:

من لم یقرببعض الانبیاء او لم یرض بسنة من سنن المرسلین، فقد کفر.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۲، مخ:۲۶۳، مطلب في موجبات الکفر

واستحلال المعصیة صغیرة کانت او کبیرة کفر لانه تکذیب للشارع اذا ثبت کونها معصیة بدلیل قطعي.

النبراس: مخ:۵۶۶

فتوى رقم (5044) :

س: ما حكم الشرع فيمن استهزأ بسنة من سنن نبينا محمد صلى الله عليه وسلم كمن يستهزئ باللحية أو بصاحبها؛ لكونه ذا لحية فيناديه استهزاء: (يا دقن) فنرجو من فضيلتكم التكرم ببيان حكم قائلها.

ج: الاستهزاء باللحية منكر عظيم، فإن قصد القائل بقوله: (يا دقن) السخرية فذلك كفر، وإن قصد التعريف فليس بكفر، ولا ينبغي له أن يدعوه بذلك؛ لقول اللهعز وجل: {قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ} (1) {لا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ} (2) الآية.

فتاوي اللجنة الدائمة:, ټوک:۲، مخ:۴۲، الاستهزاء بالملتحین

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close