طهارت او لمونځ

د شرعي عذر پرته په مسجد کې دویمه جَمعه کول!

د فتوې شمېره (۲۶۹)

پوښتنه :

که څوک په مسجد کې په خپل امام پسې جَمعه نه کوي بلکې ځان ته بله جمعه ودروي ، ایا د سهي ده او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د شرعي عذر پرته په امام پسې جَمعه نه کول او ځان ته بله جَمعه ودرول جایز نه ده ، ځکه چې په دې کړنې سره د مسلمانانو په مېنځ کې اختلاف پیدا کیږي او له اختلاف پیدا کولو څخه شریعت په کلکه منع کړې ده .


الدلیل علی ذلک :

قال الله تعالی ، واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا . الایة ، سورة ال عمران ۱۰۳

لقوله – صلى الله عليه وسلم – «إذا أقيمت الصلاة فلا صلاة إلا المكتوبة» ، وإما أن يجلس وهو مكروه أيضا لإعراضه عن الجماعة من غير كراهة في جماعتهم على المختار اهـ

ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، ۵۶۴ ، باب الامامة

ويكره تكرار الجماعة بأذان وإقامة في مسجد محلة لا في مسجد طريق أو مسجد لا إمام له ولا مؤذن

درالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۵۵۲ ، باب الامامة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close