قران او سنت

ګړۍ(ساعت) په کو م لاس کول غوره دي؟

د فتوې شمېره(۵۳۸)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وربرکاته!

زما پوښتنه داده چی ساعت په کوم لاس کول بهتر دې؟

پوښتونکی: عبد الوکیل صادق


الجواب وبالله التوفیق:

شریعت کې د ګړۍ(ساعت) په لاس کولو لپاره کوم تحدید نشته.

البته په ښي لاس کول یې غوره دي. او که ګړۍ په ورځني کارونو کې مزاحم ګرځي بیا یې په چپ لاس هم په لاس کولی شي.

او که څوک یې د عذر پرته په چپ لاس، کړي؛ نو هم ممانعت نشته.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: إِنْ كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيُحِبُّ التَّيَمُّنَ فِي طُهُورِهِ إِذَا تَطَهَّرَ، وَفِي تَرَجُّلِهِ، إِذَا تَرَجَّلَ، وَفِي انْتِعَالِهِ إِذَا انْتَعَلَ»

صحيح مسلم: باب التيمن في الطهور وغيره

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close