روژه او اعتکاف

په روژه کې د سهار جَمعه وختي کول!

د فتوې شمېره (۳۲۱)

پوښتنه :

باسمه تعالی : علما‌ء کرام په دې مسئله کې څه فرمایي؟ سحر لمونځ د صبح صادق نه ۲۰ دقیقې وروسته په جمعې سره اداکول څه حکم لري ؟ زیاتره خلک د روژې په میاشت کې د سهار لمونځ وختي کوي او عامو ورځو کې یې ناوخته کوي ، ایا داسې د شریعت له نګاه نه جایز ده ؟

المستفتي : دین نواز


الجواب و بالله التوفیق:

د صبح صادق به راختو سره د پشمني وخت ختم کیږي او د سهار د لمانځه وخت شروع کیږي ، د احنافو په آند د سهار لمونځ په اسفار[رڼا] کې ادا کول مستحب دي ، مګر د روژې په میاشت کې د سهار لمونځ په غلس [ توره تیاره] کې ادا کول بهتر دي , ترڅو په جَمعې سره د لمونځ کونکو شمېر زیات شي او په ناوخته کولو سره دغه شمېر کمیږي . ځکه چې خلک د پشمنیي نه وروسته سمدستي اوده کیږي او د جَمعې لمونځ ترې پاتې کیږي . نو د دې مصلحت په خاطر د طلوع فجر [ سهار راختو] نه ۱۰ یا ۲۰ دقیقې وروسته په جَمعې سره لمونځ کول جایز دی .



الدلیل علی ذلک:

وعن ابی هریرة رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی لله علیه وسلم : [ان للصلاة اولا و آخرا … وان اول وقت الفجر حین یطلع الفجر وآخر وقتها حین تطلع الشمس.

جامع الترمذي ټوک ۱ مخ ۱۳۵ ط رحمانیه

فلو اجتمع الناس الیوم ایضا فی التغلیس لقلنا به ایضا کما فی مبسوط السرخسي …. ولعل هذا التغلیس فی رمضان خاصة، وهکذا ینبعی عندنا اذا اجتمع الناس ، وعلیه العمل فی دار العلوم دیوبند من عهد الکبر…..

فیض الباری شرح صحیح البخاری ټوک ۲ مخ ۱۲۶ ط رشیدیه

قال الشعرانی رحمه الله فی المیزان : [وفی روایة اخری لاحمد ان الاعتبار بحال المصلین … وان اجتمعا کان التغلیس افضل …]

فتح الملهم ټوک ۲ مخ ۵۱۸ کتاب المساجد باب الا ستحباب التکبیر فی الصبح فی اول وقتها. ط دارالعلوم کراچی



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close