ګروي،سود،وقف

په جومات کې اُور بلول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۴۰)

پوښتنه:

په افغانستان کې یخ زیات دی، په زیاتو جوماتونو کې د جومات ګرمولو لپاره تاوخانه کې اور بلوي. شرعا په جومات کې اور بلول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

په جومات کې اور بلول شرعا جایز دی. البته د مجوسیانو په څېر عبادت ګاه پکې جوړول جایز نه دي.

او د جومات مصلحت( لکه دجومات یا د اوبو تودولو) لپاره د جومات په تاوخانه کې اور بلول جایز دي؛ خو د جومات پاکوالی باید په پام کې ونېول شي.


الدلیل علی ذلک:

(وإذا جعل تحته سردابا لمصالحه) أي المسجد (جاز) كمسجد القدس

(قوله: وإذا جعل تحته سردابا) جمعه سراديب، بيت يتخذ تحت الأرض لغرض تبريد الماء وغيره كذا في الفتح وشرط في المصباح أن يكون ضيقا نهر (قوله أو جعل فوقه بيتا إلخ)… فقال: وإذا كان السرداب أو العلو لمصالح المسجد أو كانا وقفا عليه صار مسجدا. اهـ. شرنبلالية.

الدرالمختار مع رد المحتار: ټوک:۴، مخ:357, كتاب الوقف, مطلب في احکام المساجد

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close