
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
د رضاعۍ(د پۍ شریکې) خور د بلې خور سره نکاح کول!
د فتوې شمېره(۵۴۱)
پوښتنه:
محمد ولي او مسافر خان دواړه وروڼه دي. د محمد ولي دوه لورګانې او د مسافر خان دوه زامن دي.
د محمدولي مېرمنې د مسافر خان مشر زوی ته خپلې پۍ ورکړې دي.
او د مسافر خان مېرمنې د محمد ولي مشرې لور ته پۍ ورکړې دي.
اوس دوی غواړي چې د محمد ولي د کشرې لور د مسافر خان د کشر زوی سره نکاح وکړي. ایا د دوی دواړو دغه نکاح شرعا سهي ده؟
پوښتونکی: محمد ولي
الجواب وبالله التوفیق:
کله چې یو هلک یا جینۍ( دوو کالو په مده کې) له پردۍ مېرمنې څخه شیدې وڅښي، نو د دې مېرمنې ټول اولاد په دې هلک او جینۍ باندې حرام شول. البته د هلک نورو وروڼو او خویندو سره دغه مېرمن او د دغې مېرمنې نور زامن او لورګانې نکاح کولی شي.
لهذا په پوښتل شوي صورت کې د محمد ولي کشره لور د مسافر د کشر زوی سره نکاح کولی شي؛ ځکه دوی دواړه په خپل مېنځ کې حرمت نه لري.
الدلیل علی ذلک:
وعن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ان الله حرم من الرضاعة ما حرم من النسب .
مشکاة المصابیح مخ ۲۷۳ باب المحرمات
عن عایشة رضی الله عنها قالت : قال رسول الله صلی اللهس علیه وسلم:( یحرم من الرضاعة ما یحرم من الولادة ) مشکوة المصابیح ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۷۳ ، باب المحرمات ، الباب الاول .
ازجانب شیرده همه خویش شوند ـــ اوزجانب شیرخوار زوجان وفروع
(وتحل أخت أخيه رضاعا)… التي أرضعتها (وولد ولدها) لأنه ولد الأخ
الدر المختار: ټوک:3, مخ:217, باب الرضاع
کابل ټکی کام دارالافتاء