نکاح ، طلاق او کورني مسائل

خواښې مې وایي: تاته ما په ماشومتوب کې خپلې پۍ درکړې دي!

د فتوې شمېره(۵۴۳)

پوښتنه:

یو نیم کال کیږي چې، ما د خپلې تره لور سره نکاح تړلې ده. یوه بچۍ مې هم پیدا شوې ده. اوس مې خواښې دعوه کوي چې ما تاته هم خپلې پۍ درکړې وې. اوس زمونږ نکاح څنګه شوه؟


الجواب وبالله التوفیق:

د رضاعت ثابتولو لپاره شرعي ګواهان( چې دوه نارینه عادلان یا یو عادل نارینه او دوه عادلانې ښځې) ضروري دي. یوازې د ښځې په دعوې سره رضاعت نه ثابتیږي.

لهذا که ستا د خواښې سره شرعي ګواهان وي، بیا ستاسو دواړو نکاح سهي نه ده او بچۍ مو ثابت النسب ده.

او که د هغې سره ګواهان نه وي؛ بیا مو نکاح په خپل ځای پاتې ده.


الدلیل علی ذلک:

والرضاع حجة المال وهی شهادة عادلین او عد و عدلتین.

شامي:ټوک:۴، مخ:۴۲۰.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close