تجارت

که په مضاربت کې تاوان وشي، تاوان پر چا دی؟

د فتوې شمېره(۵۴۴)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

که د مضاربت په روپیو کې تجار تاوان وکړ، دومره اندازه چې رأس المال یې کماوه نو هغه تاوان په اصلي مال کې راتلای شي

لکه مثلاً په یو لک روپۍ کې؟ واجرکم علی الله

پوښتونکی: حسان وردګ


الجواب وبالله التوفیق:

که په مضاربت کې تاوان رامنځته شي، نو لومړی به له ګټې څخه مجرا کیږي او که یې ګټه نه وي کړې یا یې تاوان له ګټې څخه زیات وي؛ نو له رأس المال څخه به ورکول کیږي. په مضارب باندې تاوان نه راځي.


الدلیل علی ذلک:

قال – رحمه الله – (وما هلك من مال المضاربة فمن الربح)؛ لأنه تابع ورأس المال أصل لتصور وجوده بدون الربح لا العكس فوجب صرف الهالك إلى التبع لاستحالة بقائه بدون الأصل كما يصرف الهالك العفو في الزكاة قال – رحمه الله – (فإن زاد الهالك على الربح لم يضمن المضارب)؛ لأنه أمين فلا يكون ضمينا للتنافي بينهما في شيء واحد.

تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق وحاشية الشلبي: ټوک:۵، مخ:۶۷.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close