
طهارت او لمونځ
حایضه)میاشتنۍ ناروغه) تفسیر ته لاس وروړلی شي او کنه؟
د فتوې شمېره(۵۴۷)
پوښتنه:
که د قرآن تفسير په فارسی یا پښتو لیکل شوی وی جنب یا حائضه یی مسحه کولای شی کنه؟
پوښتونکی: محمد ناصر حقاني
الجواب وبالله التوفیق:
جنب یا د حایضې مېرمنې لپاره تفسیر یا د فقهې کتابونو ته لاس وروړل مکروه دي.
الدلیل علی ذلک:
… ویکره لهم مس کتب التفسیر والفقه والسنن.
الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۳۹، الفصل الرابع في احکام الحیض والنفاس والاستحاضة.
کابل ټکی کام دارالافتاء