طهارت او لمونځ

د مېرمنې بچی پیدا شي او وینه یې رانشي، ایا غسل به کوي؟

د فتوې شمېره(۵۴۸)

پوښتنه:

که د کومی ښځې ولد پیدا شي او وینه ونه ګوري په دې باندې غسل واجب دی او که نه؟ دمذاهبو نظریات ورکی څه دی؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

که د مېرمنې ماشوم پیدا شي او وینه ونه ویني؛ نو د امام ابي یوسف رحمه الله (او یو  قول د امام محمد رحمه الله دی) په نزدې غسل پرې نشته.

او  د امام ابو حنیفة رحمه الله په نزد غسل پرې شته او مفتی به قول همدا دی.

البته که په ګرمو اوبو سره هم غسل کول ورته تاوان رسوي، بیا دې په تیمم باندې لمونځونه کوي، کله چې جوړه شي غسل دې وکړي.


الدلیل علی ذلک:

وهو دم یعقب الولادة کذا في المتون: ولو ولدت ولم تر دما لایجب الغسل عند ابي یوسف وهو روایة عن محمد قال في المفید وهو الصحیح، لکن یجب علیها الوضوء…

وعند ابي حنیفة رحمه الله یجب الغسل واکثر المشایخ اخذوا بقوله وبه ان یفتیي الصدر الشهید هکذا فی المحیط، وقال ابو علی الدقاق وبه نأخذ کذا في المضمرات، وفي الفتاوی هو الصحیح هکذا في الجوهرة النیرة.

الفتاوی الهندیة: ټوک:۱، مخ:۳۷، الفصل الثاني في النفاس

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close