طهارت او لمونځ

که په عملیاتو (آپریشن) باندې ماشوم پیدا شي، ایا غسل پرې شته؟

د فتوې شمېره(۵۴۹)

پوښتنه:

که کومه ښځه عملیات شي او ولد یې د عملیات په ذریعه خارج شي. پدې باندې غسل واجب دی او که نه؟

پوښتونکی: محمد ناصر حقاني


الجواب وبالله التوفیق:

که د حاملې ماشوم په عملیاتو(آپریشن) سره پیدا شي، له دې وروسته چې کومه وینه راځي، هغه د نفاس ده. لهذا د وینې له بندیدو وروسته پرې غسل واجب دی.


الدلیل علی ذلک:

ولو ولدت من قبل سرتھا بأن کان ببطنھا جرح فانشقت وخرج الولد منھا، تکون صاحبة جرح سائل لانفساء ھکذا فی الظھیریة والتبیین إلا إذا خرج من الفرج دم عقیب خروج الولد من السرۃ فانہ حینئذ یکون نفاساً ھکذا فی التبیین۔

الفتاوی الھندیة(۳۷/١) الفصل الثاني في النفاس

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close