تجارت

غوایان په شراکت ورکول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۵۵۰)

پوښتنه:

السلام عليکم وروره يو جاته ما غوايان اخستي ګټه تاوان شريک دي صحيح دي کنه؟

پوښتونکی: شمس ځدراڼ


الجواب وبالله التوفیق:

یو چاته غوایان یا نور څاروي په داسې ډول ورکول، چې ته یې ساته ګټه او تاوان به شریک وي؛ جواز نه لري.

البته داسې دې وکړي، چې د غوایانو څښتن دې لومړی په هغه باندې خپل غوایان خرڅ کړي ، که د هغه سره پیسې نه وي بیا دې ورته پیسې معاف کړي. نو دواړه به پکې شریکان شي او ګټه، تاوان به هم شریک شي.


الدلیل علی ذلک:

وعلی هذا اذا دفع البقرة بالعلف لیکون لیکون الحادث بینهما نصفین، فما حدث فهو لصاحب البقرة وللاخر مثل علفه واجر مثله.

ردالمحتار: ټوک:۶، مخ:۳۷۷، کتاب الشرکة، فصل في شرکة الفاسدة

والحیلة في ذلک ان یبیع نصف البقرة من ذلک الرجل… فیکون الحادث منهما علی شرکة

الفتاوی العالمګیریة: ټوک:۲، ۳۳۵، کتاب المضاربة، الباب الخامس

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close